logo
«په اوقیانوس کی په لږو ژورو اوبو کی شورښ ډير وی نسبت وژورو اوبو ته .»”

د حضرت شاه مقصود صادق عنقا ، د اویسی پیر اثر
د تنفس تمرېن
"د تمرکز د تنفس تخنیک ستاسی سره مرسته کوی چی خپل ځګر غټ اودسږو ظرفیت ډیر کړی..... ""تاسی تمرین تاسی ته آسوده ګی ، تازه والی او قوت دربخښی او به غواړی چی د غه ژوندی کوونکی تاثیرات تجربه کړی. "

    .....چمتو او آماده سی!.....
    • پراخه او راحت کالی واغوندی.
    • یو ځای غوره کړی چی هوا یۍ ښه تازه وی.
    • داسی مستقیم ودریږی چی پښی مو د اوږوو په اندازه یو د بل څخه بیلی وی.
    • ملا مو صافه کړی او زنه مو د مخ خواته او په میزان سر سره ودریږی.
    • بازوګان مو دواړو خواووته ایله کړی .
    • پښی یو د بل بغل ته او دهغو ګوتی د مخ خوا ته استقا مت لری.
    • په کراره سره تنفس وکړی ، تاسی به ښه لﺬت وړونکی تمرین تجربه کړی
    • اوس سترګی خلاصی کړی.
    .......درپه یاد یی کړی........
    • پداسی حالت کی چی ټولی ماهیچی مو آزادی وی او بدن د هری شخی او فشار څخه خلاص وی ،
    • او همدا کار د پښو څخه بیا تر سر پوری اجرا کړی.
    • تاسی آرام او ملایم تنفس کوی. بیله دی چی پر هغه باندی فشار راوړی
    • ددی تمرین په جریان کی ټول بدن مو سپک کړی او دتنفس په هرګام کی هغه منظم کړی
    • ددی تمرین په وخت کی ستاسی ټوله توجه د بدن وحرکاتوته ده . اود عضلاتو او بندونو و حرکاتو وګوری.
    • او په عین حال کی خپل حواس او ﺬهن مود حرکاتو سره هم آهنګ کړی او د پزی د خواه کوی.
    ......لﺬت یوسی........
    • دواړه لاسونه تر کوناټو لاندی کښیږدی او په کراره سره د څو ثانیو دپاره ساه ونیسی.
    • داو دمځکی خواته خم سی…….
    • او پدی حالت کی ساه وباسی .
    • او کراره سره د ساه په نیولو سره بیرته هغه لومړی حالت ته راسی.
    • د څو ثانیو د پاره ساه ټینګه کړی او د شاه خواته خم سی......
    • ناو پدی حالت کی ساه وباسی
    • او پداسی وخت کی چی بیرته لومړی حالت ته راځی ساه بیرته ننباسی.
    • ساه د یوڅو ثانیو د پاره ټینګه کړی
    • اوس راسته خواته کاږه سی
    • او پدی حالت کی ساه بیرته وباسی او بدن مو د مخ خواته دی
    • او پداسی وخت کی چی بیرته لومړی حالت ته راځی ساه بیرته ننباسی.
    • ساه د یوڅو ثانیو د پاره ټینګه کړی
    • او اوس چپ خواته کاږه سی او پدی حالت کی ساه بیرته وباسی
    • او پداسی وخت کی چی بیرته لومړی حالت ته راځی ساه بیرته ننباسی ساه د یوڅو ثانیو د پاره ټینګه کړی او پداسی حال کی چی لاسونه و دواړخواوو ته راوړی ساه بیرته وباسی او پداسی حال کی چی لاسونه و دواړخواوو ته راوړی ساه بیرته وباسی دا کار د ۵څخه بیا تر۶ وارو پوری په کراری سره سرته ورسوی.که مو خوښ سو نو نور هم دوام ورکړی.